ads

وسله والو طالبانو د فارياب د شيرين تګاب ولسوالۍ پر مركز بريد كړى

وسله والو طالبانو تېره شپه د فارياب د شيرين تګاب ولسوالۍ پر مركز بريد كړى او اوس مهال د دې ولسوالۍ په شاوخوا سيمو كې جګړه كې روانه ده.

نویسنده: mayar
10 غویی 1398
وسله والو طالبانو د فارياب د شيرين تګاب ولسوالۍ پر مركز بريد كړى

وسله والو طالبانو تېره شپه د فارياب د شيرين تګاب ولسوالۍ پر مركز بريد كړى او اوس مهال د دې ولسوالۍ په شاوخوا سيمو كې جګړه كې روانه ده.
د دغه ولايت د والي وياند كريم يورش كليد ته وويل، په يادې ولسوالۍ كې د جګړې په ترڅ كې د شېر محمد او قاري رحمت الله په نومونو د دوو سرګروپانو په ګډون اته طالبان وژل شوي او ۱۳ تنه نور ژوبل دي.
هغه زياته كړه، په جګړه كې امنيتي سرتېرو او ملكي وګړو ته زيان نه دى رسېدلى.
وسله والو طالبانو تر دې دمه د يادې جګړې په اړه تبصره نه ده كړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA