په هرات كې سبا د كانكور ازموينه پيلېږي

ټاكل شوې په هرات كې د كانكور ازموينه سبا پيل شي او درې ورځې دوام وكړي.
د دغه ولايت د پوهنتون رئيس عبدالله فايز كليد ته وويل، په دې ازموينه كې به له ۱۱۰۰۰ زيات زده كوونكي ګډون وكړي، چې څه باندې ۵۳ فيصده به يې نجونې وي.