ads

په كابل كې د وژل شوو خبريالانو لومړى تلين ونمانځل شو

په کابل کې نن یو شمېر خبریالانو د خپلو هغو هم مسلکه ملګرو د تلین لومړۍ کلیزه ونمانځله، چې تېر کال په ځانمرګي برید کې ووژل شول.

نویسنده: mayar
10 غویی 1398
په كابل كې د وژل شوو خبريالانو لومړى تلين ونمانځل شو

په کابل کې نن یو شمېر خبریالانو د خپلو هغو هم مسلکه ملګرو د تلین لومړۍ کلیزه ونمانځله، چې تېر کال په ځانمرګي برید کې ووژل شول.
د تېر ۱۳۹۷يم لمریز کال د غویي میاشتې په نهمه نېټه د کابل ښار په شش درک سیمه کې د دوشنبې په سهار پر هغو دولتي مامورینو ځانمرګی برید وشو، چې دندو ته روان وو.
لږه شېبه وروسته په همدې سیمه کې یو بل ځانمرګي برید كوونكي د خبریالانو هغه ډله په نښه کړه، چې د لومړي برید د خبري پوښښ لپاره را ټول شوي وو.
په دواړو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شول او نېږدې ۴۹ نور ټپیان شول، چې په وژل شوو کې نهه تنه یې خبریالان وو.
په هغه غونډه کې، چې نن د دغو خبریالانو د تلين د لومړۍ کلیزې د نمانځنې لپاره جوړه شوې وه، د یو تن وژل شوي خبریال ورور صمیم تلاش د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل، چې د خبریالانو ژوند ته پاملرنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه، د خپل وژل شوي ورور لار به تعقیبوي او د بیان د ازادۍ لپاره به کار کوي.
په ورته وخت کې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي، د بیان د ازادۍ په لاره کې د خبریالانو قربانۍ به هېڅکله هېرې نه شي او د دوی قربانۍ ناحقې نه دي.
په همدې حال کې د هېواد لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وويل، ټولو هغو قضیو ته به رسېدنه کېږي، چې په کې د رسنیو د کورنۍ غړي وژل شوي او یا هم له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د ۱۳۹۷يم لمریز کال په یاد برید کې شاه مری فیضي، یار محمد توخى، غازي رسولي، نوروز علي خموش، عبادالله حنانزی، محرم درانۍ، سباون کاکړ، علي سلیمي او سلیم تلاش ووژل شول.
دغو خبریالانو له مختلفو کورنیو او بهرنیو رسنیو سره دندې درلودې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA