په ايران كې د چاودنې او يوه تونل د نړېدو له كبله درې تنه وژل شوي

په ايران كې چاودنې او د يوه تونل نړېدو ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې هېواد د لارې او ښار جوړولو وزارت مرستيال خيرالله خادمي وايي، دا چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د ميتان ګاز او يا د اكسيجن ډبې له كبله، چې كارګرانو ترې ګټه پورته كوله، شوې ده.