ads

په افغانستان كې مذهبي ازادي محدوده وبلل شوه

د امريكا د نړيوالې مذهبي ازادۍ كمېسيون د واشنګټن او كابل له چارواكو غوښتي، چې له طالبانو سره د سولې خبرو په مهال پر مذهبي لږكيو د دې ډلې د بريدونو په اړه خپله اندېښنه څرګنده كړي.

نویسنده: mayar
10 غویی 1398
په افغانستان كې مذهبي ازادي محدوده وبلل شوه

د امريكا د نړيوالې مذهبي ازادۍ كمېسيون د واشنګټن او كابل له چارواكو غوښتي، چې له طالبانو سره د سولې خبرو په مهال پر مذهبي لږكيو د دې ډلې د بريدونو په اړه خپله اندېښنه څرګنده كړي.
دغه كمېسيون د دوشنبې په ورځ د خپل كلني راپور په خپرولو سره ويلي، افغانستان د هغو هېوادونو له جملې څخه دى، چې مذهبي ازادي په كې محدوده ده.
په راپور كې د امريكا د بهرنيو چارو له وزارته غوښتل شوي، چې د چين او روسيې ترڅنګ پاكستان، ايران، ازبكستان او تاجكستان د مذهبي ازادۍ د لويو ناقضينو په لېست كې شامل كړي.
د امريكا د نړيوالې مذهبي ازادۍ كمېسيون په كلني راپور كې راغلي، طالبان او په پاكستان كې مېشتې ترهګرې ډلې په افغانستان كې د بريدونو په مهال مذهبي لږكي په نښه كوي.
دا په داسې حال كې ده، چې افغانستان له ۲۰۰۶م ميلادي كال راهيسې د هغو هېوادونو په لېست كې شامل دى، چې په كې مذهبي ازادي د اندېښنې وړ ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA