ads

يو پخوانى امريكايي سرتېرى د بم ايښودلو د هڅې په تور نيول شوى

يو پخوانى امريكايي سرتېرى، چې په افغانستان كې يې هم دنده ترسره كړې، د متحدو ايالتونو د لاس انجلس ښار په جنوب كې د بم ايښودلو د هڅې په تور ونيول شو.

نویسنده: mayar
10 غویی 1398
يو پخوانى امريكايي سرتېرى د بم ايښودلو د هڅې په تور نيول شوى
???????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????

يو پخوانى امريكايي سرتېرى، چې په افغانستان كې يې هم دنده ترسره كړې، د متحدو ايالتونو د لاس انجلس ښار په جنوب كې د بم ايښودلو د هڅې په تور ونيول شو.
د امريكا څارنوالۍ اعلان كړى، ۲۶ كلن مارك سټيوين ډومينګو منلې، چې غوښتل يې د نيوزيلنډ د كرايسټ چرچ پر جوماتونو د بريدونو په غچ كې په لانګ بيچ كې يو بم وچوي.
د دې ادارې په خبرپاڼه كې راغلي، ډومينګو د امريكا د فډرالي پوليسو يوه غړي ته ويلي، مسلمان او اسلامپالى دى او غواړي د دين په لاره كې ځان شهيد كړي.
د تېرې مارچ مياشتې په ۱۵مه نېټه د نيوزيلنډ په دوو جوماتونو كې پر لمونځ كوونكو د ډزو په پايله كې د افغانانو په ګډون لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA