د روسيې د دفاع وزير سرګي شويګو وايي، داعش ډله هڅه کوي په افغانستان کې خپل فعاليتونه پراخ کړي.
دى زياتوي، امريکا په افغانستان کې نېږدې دوه لسيزې تېرې کړې، خو دغه هېواد ته يې امنيت او ثبات را نه وست.
د شويګو په خبره، د امريکا د حضور په مهال په افغانستان کې داعش ډلې سر را پورته کړى او په دې هېواد كې د خپلو فعاليتونو د پراخولو په هڅه كې ده.
شويګو داعش ډله د ټولې سيمې لپاره خطر بللى او د شانګهاى د همكارۍ سازمان پر غړو هېوادونو يې غږ کړى، چې د يادې پديدې په ضد اقدامات ترسره کړي.
هغه په افغانستان کې پر روان وضعيت اندېښنه ښودلې، خو له افغان سولې بهير څخه يې د روسيې پر ملاتړ او همدارنګه پر بين الافغاني مذاكراتو ټينګار كړى دى.
بايد وويل شي، چې داعش ډله د افغانستان په ختيځ كې ډېره فعاله ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


