ads

جمهور رئيس غني د جمهوري رياست په ټاكنو كې د واليانو پر بې طرفۍ ټينګار وكړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام په ارګ كې د هېواد د ۳۴ ولايتونو له واليانو سره د ليدنې په مهال هغوى ته لارښوونه وکړه، چې د جمهوري رياست په راتلونکو ټاكنو كې بايد خپله بې طرفي وساتي او همدارنګه د ملي خپلواکۍ ۱۰۰مه كليزه په افغانستان شموله توګه ونمانځي.

نویسنده: mayar
10 غویی 1398

د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، د سياسي، اقتصادي، امنيتي او فکري خپلواکۍ بحث بايد په اساسي بحث بدل شي او همدارنګه پر ملي يووالي، ملي هويت او ګډې راتلونکې تمركز وشي.
د هغه په وينا، د ۶۰۰۰ ښوونځيو پر جوړولو سربېره بايد پر ولايتي پوهنتونونو ۶۰ ميليون ډالري پانګونه وشي.
د هېواد جمهور رئيس وويل، د ولايتونو د متوازن انکشاف ترڅنګ بايد د کرنې ودې ته اساسي پاملرنه وشي، ځکه له کرنې پرته ثبات او هوساينې ته رسېدل سخت دي.
نوموړي د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه، هغو ولايتونو ته دې، چې د درجې له پلوه يې ارتقا کړې، تشکيل او امکانات برابر كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA