البغدادي پنځه كاله وروسته په يوه ويډيو كې را څرګند شو

د داعش ډلې مشر ابوبكر البغدادي، چې مخكې يې څو وارې د ټپي كېدو او وژل كېدو خبرونه خپاره شوي وو، له پنځو كلونو وروسته پرون په يوه ويډيو كې را څرګند شو او په سوريې او عراق كې يې د دې ډلې ماتې ومنله.