د داعش ډلې مشر ابوبكر البغدادي، چې مخكې يې څو وارې د ټپي كېدو او وژل كېدو خبرونه خپاره شوي وو، له پنځو كلونو وروسته پرون په يوه ويډيو كې را څرګند شو او په سوريې او عراق كې يې د دې ډلې ماتې ومنله.
په يادې ۱۸ دقيقه يي ويډيو كې البغدادي ورو او په وقفه يي ډول خبرې كوي.
نوموړى وايي، داعش ډله به د خپلو جنګياليو د وژل كېدو او زنداني كېدو غچ واخلي.
دغه ۴۷ كلن سړى زياتوي، د لوېديځ په ضد د داعشيانو عمليات يوه اوږده جګړه ده.
البغدادي وروستی ځل په ۲۰۱۴م ميلادي كال كې د عراق په موصل ښار کې ليدل شوى و، خو معلومه نه ده، چې تازه خپره شوې ويډيو يې په كوم ځاى كې ثبت شوې ده.


