ads

په فارياب كې ۲۳ وسله وال طالبان ووژل شول

د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولين وايي، په فارياب كې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت او افغان ځواكونو په بريدونو كې ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
9 غویی 1398
په فارياب كې ۲۳ وسله وال طالبان ووژل شول

د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولين وايي، په فارياب كې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت او افغان ځواكونو په بريدونو كې ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، د دغه ولايت په پښتون كوټ او دولت اباد ولسواليو كې د بهرنيو او افغان ځواكونو په يادو ګډو بريدونو كې د فارياب او جوزجان ولايتونو لپاره د طالبانو د مالي مسوول مولوي حميدالله په ګډون ۲۲ طالب وسله وال وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، په پښتون كوټ ولسوالۍ كې د عملياتو په مهال د طالبانو له زندانه درې ملكي وګړي خوشې شوي دي.
رضايي زياته كړه، تېره شپه د فارياب د قيصار ولسوالۍ په مربوطاتو كې د افغان ځواكونو او طالبانو ترمنځ د جګړې له كبله يو طالب وسله وال وژل شوى او دوه تنه نور ژوبل دي.
طالبانو بيا ادعا كړې، چې د فارياب په پښتون كوټ ولسوالۍ كې د جګړې په ترڅ كې درې امريكايي سرتېري او يو افغان كومانډو سرتېرى وژل شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA