د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار کې نامعلومو وسله والو يو ټرافيک پوليس او يو ملکي وګړى وژلي دي.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دا پېښې نن سهار د جلال اباد ښار په دوهمې او اتمې ناحيو كې رامنځته شوې دي.
نوموړي زياته كړه، د پېښو عاملين تښتېدلي او د نيولو هڅې يې روانې دي.
د يادو پېښو مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
په دې وروستيو کې په جلال اباد ښار کې هدفي وژنو يو ځل بيا زور اخيستى او ښاريان اندېښمن په دې دي، چې ډېرکله دغسې پېښې رامنځته کېږي، خو عاملين يې نه نيول کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ