د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ كې څلورو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د بلخ ولسوالۍ په وزير اباد سيمه كې پر امنيتي پوستو بريد وكړ، چې د امنيتي ځواكونو لخوا په شا وتمبول شو.
د نوموړي په خبره، په جګړه كې دوه طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان دي.
رضايي زياته كړه، د جګړې په مهال امنيتي سرتېرو او ملكي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
خو وسله وال طالبان ادعا كوي، چې په دغه بريد كې يې يوه امنيتي پوسته سقوط كړې او د جګړې په ترڅ كې يې ۱۱ افغان سرتېري وژلي او پنځه تنه نور يې ژوبل كړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ