ads

په كابل ښار كې د طالبانو يو استخباراتي مسوول ونيول شو

د كورنيو چارو وزارت په كابل ښار كې د وسله والو طالبانو د يوه استخباراتي مسوول د نيولو خبر وركوي.

نویسنده: mayar
9 غویی 1398
په كابل ښار كې د طالبانو يو استخباراتي مسوول ونيول شو

د كورنيو چارو وزارت په كابل ښار كې د وسله والو طالبانو د يوه استخباراتي مسوول د نيولو خبر وركوي.
دې وزارت په يوه خبرپاڼه كې ويلي، ځانګړو پوليسو يې دا كس، چې قدرت الله نومېږي، تېر ماښام د كابل ښار په كمپنۍ سيمه كې نيولى دى.
د سرچينې په وينا، نيول شوى كس د تروريستي فعاليتونو په پلانولو او د كابل – ميدان وردګ پر لويه لار د امنيتي ځواكونو د اكمالاتي كاروانونو په اړه طالبانو ته په راپور وركولو تورن دى.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله د ياد كس د نيول كېدو په تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA