ads

په سريلانكا كې د مسلمانو ښځو پر مخ پټولو بنديز ولګېد

د سريلانكا د جمهور رئيس مايتريپالا سيريسېنا د فرمان پر بنسټ د يوه بېړني قانون په نافذېدو سره په دغه هېواد كې د مسلمانو ښځو پر مخ پټولو بنديز ولګېد.

نویسنده: mayar
9 غویی 1398
په سريلانكا كې د مسلمانو ښځو پر مخ پټولو بنديز ولګېد
In this picture taken on April 25, 2019, Sri Lankan Muslim women walk with a girl along a road in Kattankudy. - Zahran Hashim's sword-wielding zealotry fuelled fears in the sleepy east coast town of Kattankudy long before the cleric became Sri Lanka's most wanted man over the horrific Easter Sunday suicide attacks. The country's president announced on April 26 that Hashim led and died in the attack on the Shangri-La hotel in Colombo -- one of three hotels and three churches hit by bombers wearing explosive backpacks. (Photo by LAKRUWAN WANNIARACHCHI / AFP) (Photo credit should read LAKRUWAN WANNIARACHCHI/AFP/Getty Images)

د سريلانكا د جمهور رئيس مايتريپالا سيريسېنا د فرمان پر بنسټ د يوه بېړني قانون په نافذېدو سره په دغه هېواد كې د مسلمانو ښځو پر مخ پټولو بنديز ولګېد.
دا تصميم تېره اونۍ هلته په څو كليساوو او هوټلونو كې تر خونړيو چاودنو وروسته نيول شوى، چې له كبله يې لږ تر لږه ۲۵۰ كسان ووژل شول.
د سريلانكا د جمهوري رياست دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، ياده پرېكړه د هېواد د ملي امنيت د خونديتوب په هدف شوې او د دوشنبې له ورځې د اجرا وړ ده.
د سريلانکا د ټول نفوس نېږدې ۱۰ فيصده مسلمانان دي او د هغو مسلمانو ښځو شمېر، چې په دې هېواد كې خپل مخونه په نقابونو پټوي، ډېر نه دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA