ads

عمران خان په افغان سولې بهير كې د پاكستان پر همكارۍ ټينګار وكړ

د پاكستان لومړى وزير عمران خان وايي، په افغانستان كې سوله او ثبات د مركزي اسيا له هېوادونو سره د پاكستان د نښلولو زمينه برابروي او د دغه هېواد پر اقتصاد به مثبت اغېز ولري.

نویسنده: mayar
9 غویی 1398
عمران خان په افغان سولې بهير كې د پاكستان پر همكارۍ ټينګار وكړ

د پاكستان لومړى وزير عمران خان وايي، په افغانستان كې سوله او ثبات د مركزي اسيا له هېوادونو سره د پاكستان د نښلولو زمينه برابروي او د دغه هېواد پر اقتصاد به مثبت اغېز ولري.
ده د يكشنبې په ورځ په بيجينګ كې وويل، پاكستان كولاى شي د افغانستان له لارې له مركزي اسيا سره له نښلېدو، چې د چين د يو كمربند يوې لارې پروژې يوه برخه ده، زياته ګټه ترلاسه كړي.
عمران خان ټينګار كوي، چې هېواد يې په افغان سولې بهير كې همكاري كوي او اوس مهال خپل رول د افغانستان د حكومت او طالبانو د يو ځاى كولو لپاره لوبوي.
د يادونې وړ ده، چې د ملي يووالي حكومت د افغانستان د سولې په بهير كې د پاكستان رول مهم بللى او له دې هېواده يې غوښتي، چې په دغه برخه كې عملي او صادقانه همكاري وكړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA