ads

د سولې مشورتي لويه جرګه څو شېبې وروسته پيلېږي

ټاكل شوې څو شېبې وروسته په كابل كې د ۳۰ فيصده ښځو په ګډون د شاوخوا ۳۰۰۰ كسانو په حضور كې د سولې مشورتي لويه جرګه پيل شي او څلور ورځې دوام وكړي.

نویسنده: mayar
9 غویی 1398
د سولې مشورتي لويه جرګه څو شېبې وروسته پيلېږي

ټاكل شوې څو شېبې وروسته په كابل كې د ۳۰ فيصده ښځو په ګډون د شاوخوا ۳۰۰۰ كسانو په حضور كې د سولې مشورتي لويه جرګه پيل شي او څلور ورځې دوام وكړي.
د دې جرګې د امنيت لپاره په كابل ښار كې جدي امنيتي تدابير نيول شوي او د جرګې ځاى ته غځېدلې ټولې لارې د ټرافيكو پر مخ تړلې دي.
د سولې مشورتي لويې جرګې د جوړولو کمېسيون وايي، د دغې جرګې د ترسره كولو لپاره پوره چمتووالى نيول شوى دى.
بايد وويل شي، چې ځينو سياسي څېرو او ګوندونو او همدارنګه د جمهوري رياست ټاكنو ډېرى كانديدانو د سولې مشورتي لويه جرګه تحريم كړې او هغه يې د ارګ لخوا سفارشي بللې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA