ads

د سولې مشورتي لويه جرګه پيل شوه

د سولې مشورتي لويه جرګه نن په كابل كې د عبدرب الرسول سياف په مشرۍ پيل شوه.
د دې جرګې د جوړولو كمېسيون رئيس محمد عمر داودزي وويل، ۳۲۰۰ افغانان د سولې مشورتي لويې جرګې غړيتوب لري.

نویسنده: mayar
9 غویی 1398
د سولې مشورتي لويه جرګه پيل شوه

د سولې مشورتي لويه جرګه نن په كابل كې د عبدرب الرسول سياف په مشرۍ پيل شوه.
د دې جرګې د جوړولو كمېسيون رئيس محمد عمر داودزي وويل، ۳۲۰۰ افغانان د سولې مشورتي لويې جرګې غړيتوب لري.
د ده په وينا، دا جرګه به څلور ورځې دوام وكړي او غړي به يې په دغه موده كې په ۵۱ كمېټو كې د سولې په اړه خپل نظرونه وړاندې كړي.
داودزي د دې په څرګندولو سره، چې طالبان د سولې په مشورتي لويه جرګه كې د خلكو د ګډون مانع نه شول، له دغې ډلې وغوښتل، چې د يادې جرګې د غړو نظرونه او پيغامونه واوري او په خپلو تصميمونو كې ترې ګټه واخلي.
بايد وويل شي، چې ځينو سياسي څېرو او ګوندونو او همدارنګه د جمهوري رياست ټاكنو ډېرى كانديدانو د سولې مشورتي لويه جرګه تحريم كړې او هغه يې د ارګ لخوا سفارشي بللې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA