د انډونيزيا د ټاكنو كمېسيون لږ تر لږه ۲۷۰ كار كوونكو د ټاكنو د رايو شمېرلو په مهال د زيات كار له كبله د رامنځته شوو ناروغيو په سبب خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
د دغه كمېسيون وياند ويلي، شاوخوا ۱۸۸۰ كار كوونكي يې او ټاكنيز څارونكي د زيات كار او خسته ګۍ له كبله ناروغ شوي دي.
د انډونيزيا د جمهوري رياست، پارلماني او سيمه ييزې ټاكنې د روانې اپرېل مياشتې په ۱۷مه نېټه هممهاله ترسره شوې، چې په كې په شرايطو برابرو شاوخوا ۱۹۳ ميليونه كسانو ګډون وكړ.
د څه باندې ۱۰ ورځو په تېرېدو سره لا هم شاوخوا اووه ميليونه كسان د يادو ټاكنو د رايو پر شمېرلو بوخت دي.
ټاكل شوې د انډونيزيا د ټاكنو كمېسيون د راتلونكې مې مياشتې تر ۲۲مې نېټې د رايو شمېرلو بهير بشپړ او د دغو ټاكنو پايلې اعلان كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


