ټاكل شوې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د افغان سولې بهير لپاره د سيمه ييزې اجماع د رامنځته كولو په هدف نن پاكستان او بيا هند ته لاړ شي.
نوموړي د خپل دغه سفر په درشل كې په كابل كې ويلي، د افغانستان د سولې بهير لپاره نړيواله اجماع موجوده ده، خو په اړه يې سيمه ييزه اجماع نه ده ترلاسه شوې.
خليلزاد په خپله تازه مركه كې د طالبانو د رهبر سياسي مرستيال او په قطر كې د دې ډلې د سياسي دفتر رئيس ملا عبدالغني برادر وطندوست شخص بللى او زياته كړې يې ده، له هغه سره هوكړې ته رسېدل ممكن دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي د دې په څرګندولو سره، چې د طالبانو ځينې غړي د واك د انحصار غوښتونكي دي ويلي، د واك له شراكت پرته بله لار شتون نه لري.
خليلزاد ټينګار كوي، چې د واشنګټن جدي او اساسي هدف په افغانستان كې د سولې ټينګښت دى، نه له دغه هېواده د امريكا وتلو ته د زمينې برابرول.
هغه كابل ته له سفر وړاندې په مسكو كې د امريكا، روسيې او چين په درې اړخيزه غونډه كې ګډون وكړ او د يادو هېوادونو استازو له طالبانو وغوښتل، څومره ژر چې ممكن وي، په هغو خبرو كې دې برخه واخلي، چې د افغان حكومت استازي په كې ګډون ولري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


