جمهور رئيس غني: چمتو يو طالبان له بهرني اسارته خلاص كړو

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د افغانستان حكومت او خلك چمتو دي، چې طالبان له بهرني اسارته خلاص كړي.
نوموړي دا خبره نن د سولې مشورتي لويې جرګې په پرانيستغونډه كې وكړه.
جمهور رئيس غني يو ځل بيا طالبان له افغان حكومت سره له قيد او شرط پرته د سولې خبرو ته را وبلل.