ads

جمهور رئيس غني: چمتو يو طالبان له بهرني اسارته خلاص كړو

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د افغانستان حكومت او خلك چمتو دي، چې طالبان له بهرني اسارته خلاص كړي.
نوموړي دا خبره نن د سولې مشورتي لويې جرګې په پرانيستغونډه كې وكړه.
جمهور رئيس غني يو ځل بيا طالبان له افغان حكومت سره له قيد او شرط پرته د سولې خبرو ته را وبلل.

نویسنده: mayar
9 غویی 1398

ده وويل، سولې ته رسېدل د افغانستان د حكومت تر ټولو مهم لومړيتوب دى.
د هېواد جمهور رئيس هغه ادعاوې رد كړې، چې ګواكې د سولې مشورتي لويه جرګه د ده له لوري د كمپاين لپاره را بلل شوې ده.
هغه د يادې جرګې هدف له طالبانو سره د سولې مذاكراتو چوكاټ او حدود ټاكل او همدارنګه د خلكو د نظرونو يو ځاى كول وبلل.
دا په داسې حال كې ده، چې وسله والو طالبانو يوازې د امريكا له استازو سره د سولې خبرو ته دوام وركړى او تراوسه له افغان حكومت سره مخامخ خبرو ته نه دي حاضر شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA