د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين په امريکا کې د روسۍ ماريا بوتينا د زنداني کېدو په غبرګون کې د هغې محاکمه ملنډې وهونکې بللې ده.
پر مېرمن بوتينا د جاسوسۍ تور لګول شوى دى.
خو پوتين ويلي، معلومه نه ده، چې بالاخره هغه په کوم جرم محکومه شوې او ګناه يې څه وه.
ده زياته كړې، امريكايي څارنوالانو څه نه دي موندلي او د مېرمن بوتينا په ۱۸ مياشتني بند محكومولو سره يې هڅه كړې خپله ابرو وساتي.
امريکايي څارنوالان بيا وايي، نوموړې له رسمي ثبت پرته هڅه کوله د امريکا په سياسي بنسټونو کې نفوذ پيدا کړي.
دا روسۍ مېرمن د تېرې جمعې په ورځ په محکمه کې په ۱۸ مياشتني بند محکومه شوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ