د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دا چاودنه نن سهار د ريموټ کنټرول ماين په وسيله د قومي مشرانو پر موټر شوې، چې له كبله يې يو تن وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
د نوموړي په خبره، د پېښې ټپيان نېږدې روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
د يادې چاودنې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ