ads

په فراه كې شپږو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د فراه امنيتي مسوولين د دغه ولايت په بالابلوك ولسوالۍ كې د شپږو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.

نویسنده: mayar
8 غویی 1398
په فراه كې شپږو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د فراه امنيتي مسوولين د دغه ولايت په بالابلوك ولسوالۍ كې د شپږو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند محب الله محب كليد ته وويل، تېره شپه د بالابلوك ولسوالۍ په شيوان كلي كې د طالبانو پر قرارګاوو د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواكونو د هوايي بريدونو له كبله د يوه قوماندان په ګډون دوه طالبان وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.
محب زياته كړه، له نشه يي توكو سره د مبارزې پوليسو د فراه د بكوا ولسوالۍ په قدوس بازار كلي كې د عملياتو په مهال د طالبانو د نشه يي توكو د پروسس او توليد اته فابريكې له منځه وړې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA