اسراييل غواړي د دې هېواد د يوه سرتېري د جسد د پاتې شونو په بدل كې، چې ۳۷ كاله وړاندې ورك شوى و، دوه سوري بنديان خوشې كړي.
دا اعلان د اسراييل حكومت د شنبې په ورځ وكړ او ورسره هممهاله د سوريې يوه چارواكي وويل، ښايي له دوو زيات سوري وګړي د روسيې په منځګړيتوب د اسراييل له زندانه ازاد شي.
د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين شاوخوا درې اونۍ وړاندې د اسراييل له لومړي وزير بنيامين نتنياهو سره د ټيليفوني خبرو په مهال ټينګار وكړ، د زكريا باومېل په نوم د اسراييلي سرتېري جسد روسي سرتېرو په سوريه كې موندلى دى.
په همدې حال كې ويل كېږي، خوشې كېدونكي سوري بنديان احمد خميس او زيدان طويل نومېږي او ويلي يې دي، سوريې ته بېرته نه ستنېږي او غواړي په اسراييل كې خپل ژوند ته دوام وركړي.


