نن د ثور يا غويي مياشتې اتمه نېټه په افغانستان کې پر پخواني شوروي اتحاد د متکي رژيم په وړاندې د افغان مجاهدينو د بريا له ورځې سره برابره ده.
افغانستان ته د پخواني شوري اتحاد د سرو لښکرو راتګ د دغه هېواد په تاريخ کې يو تور او له کړاوونو ډک باب دى.
د ببرک کارمل په ملتيا د دې لښکرو يرغل د افغانستان په هره برخه کې د خلکو له جدي غبرګون سره مخ شو او په وړاندې يې وسله وال پاڅونونه او جګړې پيل شوې.
مجاهدين تر اوږدې مبارزې وروسته په دې بريالي شول، چې د روسانو تر وتلو وروسته، د ډاکټر نجيب الله حکومت هم را وپرځوي، خو له دغه بري سره يې يو ځاى په کابل کې د واک پر سر خونړۍ خپلمنځي جګړې پيل کړې.
د ثور يا غويي مياشتې اتمه نېټه په افغانستان کې د ډاکټر نجيب الله د رژيم په ضد د مجاهدينو د بري ورځ هم بلل کېږي.
د ډاکټر نجيب الله د حکومت تر ړنګېدو وروسته کابل د څو ډلو ترمنځ د جګړې په ميدان بدل شو او هغه وژنې، چې په دې جګړو کې وشوې، د افغانستان په تاريخ کې بې سارې بلل کېږي.


