ads

د جمهوري رياست ټاكنو ۱۲ كانديدانو د سولې مشورتي لويه جرګه تحريم كړه

د جمهوري رياست د راتلونكو ټاكنو ډېرى كانديدانو د سولې مشورتي لويه جرګه تحريم كړه.
۱۲ كانديدانو نن په يوه خبري غونډه كې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د سولې په نوم مشورتي لويه جرګه د سولې لپاره ګټورنه نه ده، بلكې د سولې په وړاندې خنډونه رامنځته كولاى شي.

نویسنده: mayar
8 غویی 1398
د جمهوري رياست ټاكنو ۱۲ كانديدانو د سولې مشورتي لويه جرګه تحريم كړه

د جمهوري رياست د راتلونكو ټاكنو ډېرى كانديدانو د سولې مشورتي لويه جرګه تحريم كړه.
۱۲ كانديدانو نن په يوه خبري غونډه كې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د سولې په نوم مشورتي لويه جرګه د سولې لپاره ګټوره نه ده، بلكې د سولې په وړاندې خنډونه رامنځته كولاى شي.
په ياده خبري غونډه كې د محمد حنيف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاكنيز ټيم لومړي مرستيال محمد يونس قانوني جمهور رئيس محمد اشرف غني تورن كړ، چې په وينا يې، غواړي د سولې له مشورتي لويې جرګې د خپل ټاكنيز كمپاين او د خپلې كاري دورې د غځولو لپاره ګټه پورته كړي.
هغه خبردارى وركړ، كه د دغې جرګې پرېكړې د ولس د غوښتنو خلاف او د سولې بهير په وړاندې خنډ وي، نو دوى به له دې هم لويه جرګه جوړه او د سولې مشورتي لويې جرګې پرېكړې به رد كړي.
نورالرحمن لېوال، عنايت الله حفيظ، محمد ابراهيم الكوزى، محمد حكيم تورسن، غلام فاروق نجرابي، فرامرز تمنا، شيدا محمد ابدالي، احمدولي مسعود، نورالحق علومي، رحمت الله نبيل، محمد حنيف اتمر او محمد شهاب حكيمي د جمهوري رياست ټاكنو هغه كانديدان دي، چې د سولې مشورتي لويه جرګه يې تحريم كړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA