د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تېر ماښام په ارګ كې جمهور رئيس محمد اشرف غني او ځينو نورو حکومتي چارواکو ته د سولې پروسې په اړه د خپلو راتلونکو سفرونو او برنامو په تړاو معلومات ورکړل.
د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، په دې ليدنه كې دواړو لورو يو ځل بيا د بين الافغاني ډيالوګ پر احيا ټينګار وکړ او هغه يې په راتلونکې کې د افغان حکومت تر مشرۍ لاندې له طالبانو سره مخامخ مذاکراتو ته د زمينې برابرولو لپاره مهم وباله.
بل پلو خليلزاد نن سهار د ملي يووالي حكومت له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره هم ليدلي او دواړو خواوو پر ټول شموله بين الافغاني مذاكراتو، له سولې د ملاتړ لپاره پر سيمه ييزې او نړيوالې اجماع، له ترهګرۍ سره پرې ګډې مبارزې او سولې ته د رسېدو هڅو پر دوام ټينګار كړى دى.
د ليدنې په مهال عبدالله په افغانستان كې د تلپاتې او عادلانه سولې د ټينګېدو لپاره د امريكا او خليلزاد د هڅو قدرداني كړې او په دې برخه كې يې د افغان حكومت او خلكو د مرستې ډاډ وركړى دى.
ټاكل شوې د امريكا او طالبانو استازي په نېږدې راتلونكې كې د قطر په پايتخت دوحه كې د شپږم ځل لپاره سره وګوري، خو دا ډله تراوسه د افغانستان له حكومت سره د سولې مخامخ خبرو ته نه ده چمتو شوې.


