د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار وايي، امريكا په افغانستان كې خپل هېڅ يوه هدف ته نه ده رسېدلې او له همدې كبله غواړي دا هېواد پرېږدي.
هغه نن په ارګ كې د كمونيستي رژيم په وړاندې د مجاهدينو د بريا د ۲۷مې كليزې په نمانځغونډه كې وويل، د سيمې هېوادونه له افغانستانه د امريكا د مسوولانه وتلو غوښتونكي دي.
حكمتيار تېرو تېروتنو ته په اشارې له ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د هېواد له مطرحو څېرو وغوښتل، ژمنه دې وكړي، چې د جمهوري رياست راتلونكې ټاكنې به په خپل وخت او رڼې ترسره كېږي.
بايد وويل شي، چې تر دې وړاندې د سيمې هېوادونو له امريكا غوښتي و، چې افغانستان په مسوولانه ډول پرېږدي، نه د ماتې خوړلې په توګه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


