ads

حامد كرزي د سولې مشورتي لويې جرګې پر ځنډولو ټينګار وكړ

پخوانى جمهور رئيس حامد كرزى وايي، په اوسنيو شرايطو كې د سولې مشورتي لويې جرګې جوړېدل د خلكو په ګټه نه دي او بايد وځنډول او د سولې هوكړې له ترلاسه كېدو وروسته جوړه شي.

نویسنده: mayar
8 غویی 1398
حامد كرزي د سولې مشورتي لويې جرګې پر ځنډولو ټينګار وكړ

پخوانى جمهور رئيس حامد كرزى وايي، په اوسنيو شرايطو كې د سولې مشورتي لويې جرګې جوړېدل د خلكو په ګټه نه دي او بايد وځنډول او د سولې هوكړې له ترلاسه كېدو وروسته جوړه شي.
د هغه مطبوعاتي دفتر تېر ماښام د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د سولې مشورتي لويې جرګې په اړه اجماع موجوده نه ده او سربېره پر دې په تړاو يې د ملي يووالي حكومت په داخل كې هم د نظر يووالى نه شته او همدارنګه ډېرى سياسي څېرو، قومي مشرانو، ديني عالمانو او سياسي او مدني فعالانو د يادې جرګې د جوړولو د وخت او هدفونو په اړه اندېښنه څرګنده كړې ده.
د سرچينې په وينا، د سولې مشورتي لويې جرګې جوړېدل، په داسې حال كې، چې طالبان يې مخالف دي، د سولې مذاكراتو د دوام لپاره د باور فضا له رامنځته كولو سره مرسته نه كوي.
د پخواني جمهور رئيس حامد كرزي په خبره، غوره به وي، چې دا جرګه د سولې مذاكراتو له پاى ته رسېدو او يا د سولې هوكړې له ترلاسه كېدو وروسته جوړه شي، ترڅو د خلكو استازي پرې د تاييد ټاپه ولګوي.
د يادونې وړ ده، چې ځينو سياسي څېرو او ګوندونو او همدارنګه د جمهوري رياست ټاكنو يو شمېر كانديدانو د سولې مشورتي لويه جرګه، چې ټاكل شوې سبا په كابل كې پيل شي، تحريم كړې او هغه يې د ارګ لخوا سفارشي بللې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA