ads

جمهور رئيس غني: سولې ته د رسېدو لپاره مشورې كولو ته اړتيا ده

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، سولې ته د رسېدو لپاره مشورې كولو او د هېواد د ګوټ ګوټ اوسېدونكو د نظرونو اورېدلو ته اړتيا ده.

نویسنده: mayar
8 غویی 1398
جمهور رئيس غني: سولې ته د رسېدو لپاره مشورې كولو ته اړتيا ده

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، سولې ته د رسېدو لپاره مشورې كولو او د هېواد د ګوټ ګوټ اوسېدونكو د نظرونو اورېدلو ته اړتيا ده.
هغه دا خبره نن په ارګ كې د كمونيستي رژيم په وړاندې د مجاهدينو د بريا د ۲۷مې كليزې په نمانځغونډه كې وكړه او ويې ويل، سوله په يوه ورځ كې نه ترلاسه كېږي او د ملي يووالي حكومت سولې ته د رسېدو زمينه برابره كړې ده.
جمهور رئيس غني زياته كړه، په هېواد كې د تلپاتې سولې د ټينګېدو لپاره بايد د ولس غوښتنې او ارادې ته درناوى وشي او ومنل شي.
دا په داسې حال كې ده، چې ټاكل شوې سبا په كابل كې د شاوخوا ۳۰۰۰ كسانو په گډون د سولې مشورتي لويه جرګه پيل شي او څلور ورځې دوام وكړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA