د ننګرهار د ملي امنيت رياست ځانګړو ځواكونو په دې ولايت كې په تېرو دوو مياشتو كې د عملياتو په مهال ۵۴ طالب او داعش وسله وال وژلي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي نن يوې خبري غونډې ته وويل، عمليات كوونكي ځواكونه توانېدلي په ياده موده كې په مركز جلال اباد ښار او د ننګرهار په ۱۰ ولسواليو كې د ۱۲ مهمو قوماندانانو په ګډون ۴۶ وسله وال طالبان او اته داعشيان ووژني.
د ده په وينا، په دغو عملياتو كې ۲۴ طالب او درې داعش وسله وال نيول شوي هم دي او امنيتي سرتېرو لسګونه ميله درنې او سپكې وسلې ترلاسه كړې دي.
وسله والو طالبانو او داعش ډلې تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ