د کابل – جلال اباد لويې لارې د امنيت ټينګولو په هدف نن سهار د افغان ګډو امنيتي ځواکونو تصفيوي عمليات پيل شول.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي کليد ته وويل، د دغو عملياتو مشري د ملي اردو ځواکونه پر غاړه لري.
نوموړي زياته كړه، په دې عملياتو کې ملي او سيمه ييز پوليس او د ملي امنيت سرتېري د ملي اردو ځواكونو ملتيا كوي.
ياد پوځي عمليات په داسې حال كې پيل شوي، چې د کابل – جلال اباد لويې لارې مسافرو شكايتونه لرل او ويل يې، وخت ناوخت پر دې لاره غله راوځي او شوکې كوي.