ads

څېړنه: ښځې د سولې بهير په ټولو برخو كې معنا لرونكى حضور غواړي

د بشري حقونو خپلواك كمېسيون د يوې څېړنې لومړنۍ پايلې ښيي، چې افغان مېرمنې د سولې بهير په ټولو برخو كې د خپل معنا لرونكي حضور غوښتونكې دي.

نویسنده: mayar
7 غویی 1398
څېړنه: ښځې د سولې بهير په ټولو برخو كې معنا لرونكى حضور غواړي

د بشري حقونو خپلواك كمېسيون د يوې څېړنې لومړنۍ پايلې ښيي، چې افغان مېرمنې د سولې بهير په ټولو برخو كې د خپل معنا لرونكي حضور غوښتونكې دي.
د دغه كمېسيون رئيسې سيما سمر، چې نن يې په يوه خبري غونډه كې د ښځو، سولې او امنيت په اړه د خپلې څېړنې لومړنۍ پايلې له رسنيو سره شريكولې وويل، افغان مېرمنې سربېره پر دې د بشري حقونو پر ارزښتونو د معاملې نه كولو، د سولې پر بهير د يوه بنسټ په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو سازمان د څار او له قيد او شرط پرته د اوربند او سولې هوكړې د عملي كېدو غوښتنه لري.
د نوموړې په خبره، ټول هېوادوال د برابرۍ او د قومي او مذهبي لږه كيو د حقونو، تېرو لاسته راوړنو او د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام د خونديتوب غوښتونكي دي.
سمر د ملي يووالي له حكومته، نړيوالې ټولنې او د سولې مشورتي لويې جرګې له ګډونوالو وغوښتل، چې د يادې څېړنې وړانديزونه جدي ونيسي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون رئيسه وايي، په دې څېړنه كې په سولې، امنيت او نورو برخو كې د مېرمنو د حضور په تړاو د ۳۳ ولايتونو د ۴۷۱۰ ښځو په ګډون د ۵۳۶۳ كسانو نظرونه راغونډ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA