ads

ځانګړى پلاوى د ننګرهار امنيتي حالت ارزوي

د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب وايي، ټاكل شوې يو ځانګړى پلاوى د ننګرهار د امنيتي حالت د ارزولو لپاره دغه ولايت ته سفر وكړي.
ده دا خبره تېر مازديګر په كابل كې د ننګرهار له يو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو سره د ليدنې په مهال وكړه.

نویسنده: mayar
7 غویی 1398

د ملي امنيت شورا دفتر د خبرپاڼې له مخې، محب ننګرهار د هېواد له ستراتېژيکو سيمو څخه ياد کړ او له ځمکنۍ بشپړتيا او ملي نواميسو څخه د دفاع په خاطر يې د دې ولايت د اوسېدونکو د قربانيو او سرښندنو قدرداني وکړه.
بلخوا د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال خوشحال سادات، چې په ياده غونډه كې يې حضور درلود وويل، په ننګرهار كې د امنيتي ځواکونو ترمنځ ښه همغږي موجوده ده او ډېر ژر به هلته د تروريستي ډلو په ضد پراخ عمليات پيل شي.
په ننګرهار كې پر طالبانو سربېره داعش ډله هم فعاله ده او كله ناكله دواړه ډلې سره نښلي، چې له كبله يې ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي او ګڼې كورنۍ د خپلو سيمو پرېښودو ته اړې كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA