د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف وايي، د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ نه غواړي له ايران سره جګړې ته داخل شي، خو ځينې هڅه كوي نوموړى له دغه هېواد سره په جګړه كې ښكېل كړي.
د امريكا فاكس نيوز خبري شبكې د ظريف له قوله راپور وركړى، بي ډله، چې په كې بولټن، بن سلمان، بن زايد او بنيامين نتنياهو شامل دي، د امريكا او ايران د جګړې لټه كوي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير ويلي، ټرمپ چې كله جمهور رئيس شو، ويې ويل، چې امريكا په بله جګړه كې نه ښكېلوي.
ظريف، چې نيويارك ته يې سفر كړى، تر دې وړاندې په خپله يوه وينا كې متحدو ايالتونو ته د تهران او واشنګټن ترمنځ د بنديانو د تبادلې وړانديز كړى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


