د مشرانو جرګې اداري پلاوى وټاكل شو

مشرانو جرګې په خپلې لومړۍ كاري ورځ د دې جرګې اداري پلاوى وټاكه.
د ملي شورا ۱۷مه تقنيني دوره تېره ورځ د جمهور رئيس محمد اشرف غني له لوري پرانيستل شوه او د اساسي قانون پر بنسټ، د يادې شورا له پرانيستو وروسته د مشرانو جرګې غړو خپل اداري پلاوى وټاكه.