ads

د مشرانو جرګې اداري پلاوى وټاكل شو

مشرانو جرګې په خپلې لومړۍ كاري ورځ د دې جرګې اداري پلاوى وټاكه.
د ملي شورا ۱۷مه تقنيني دوره تېره ورځ د جمهور رئيس محمد اشرف غني له لوري پرانيستل شوه او د اساسي قانون پر بنسټ، د يادې شورا له پرانيستو وروسته د مشرانو جرګې غړو خپل اداري پلاوى وټاكه.

نویسنده: mayar
7 غویی 1398

د مشرانو جرګې د رياست لپاره فضل الهادي مسلميار او شهزاده مصطفى ظاهر كانديدان وو، چې له كانديداتورۍ د ظاهر د تېرېدو له كبله مسلميار د رايو په اتفاق د دوهم ځل لپاره د دغې جرګې د رئيس په توګه وټاكل شو.
همدارنګه محمد علم ايزديار د مشرانو جرګې د لومړي مرستيال، محمد اصف صديقي د دوهم مرستيال، عبدالله قرلق د منشي او فيصل سميع د دې جرګې د مرستيال منشي په توګه د سناتورانو له لوري وټاكل شول.
ولسي جرګې هم بايد پرون خپل اداري پلاوى ټاكلى واى، خو دا كار به د ټولو ولايتونو د ولسي جرګې ټاكنو د وروستيو پايلو تر اعلان وروسته ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA