د قزاقستان په كوربه توب د سوريې د سولې دوه ورځنۍ غونډه، چې په كې د ايران، روسيې او تركيې استازو ګډون درلود، د جمعې په ورځ له كوم ځانګړي پرمختګ پرته پاى ته ورسېده.
په پام كې وه د غونډې ګډونوال د سوريې د اساسي قانون كمېټې د جوړولو په اړه پرېكړه وكړي، خو په دې برخه كې پايله ترلاسه نه شوه او دوى د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره د يادې كمېټې د جوړولو بهير پر چټكولو ټينګار وكړ.
د سوريې د سولې له خبرو سره هممهاله د روسيې د اردو جنګي الوتكو په ادليب ولايت كې بريدونه كړي، چې په ترڅ كې يې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۰ ملكي وګړي وژل شوي دي.
دا ولايت دمګړۍ د هيئت تحرير الشام ډلې، چې د القاعده شبكې يوه پخوانۍ څانګه ده، په كنټرول كې دى، خو هلته د داعش په ګډون د سوريې د دولت نورې وسله والې مخالفې ډلې هم موجودې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


