د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د باعزته سولې پر ملاتړ او د هېواد د اردو او ۱۸ كلنو لاسته راوړنو پر ساتنې ټينګار وكړ.
هغه نن په يو لړ مراسمو كې، چې په زابل كې د وسله والو طالبانو له يوه زندانه د ۵۳ كسانو د خوشې كېدو په مناسبت جوړ شوي وو وويل، د ملي دفاع وزارت رهبري به د دولت له وسله والو مخالفينو سره د بندي افغان سرتېرو د ازادولو لپاره خپلې ټولې هڅې وكړي.
دى وايي، د ملي يووالي حكومت رهبري او ملي اردو د هر هغه اقدام ملاتړ كوي، چې په هېواد كې د سولې ټينګېدو سبب كېږي، خو خالد د ۱۸ كلونو د لاسته راوړنو پر خونديتوب په ټينګار سره زياته كړه، د هېواد اردو به له منځه لاړه نه شي.
نوموړي د هېواد له سياسيونو وغوښتل، چې د ملي دفاع وزارت په چارو كې مداخله ونه كړي.
افغان ځواكونو په دې وروستيو كې د زابل په داى چوپان ولسوالۍ كې د عملياتو په مهال د وسله والو طالبانو له يوه زندانه د ملي اردو ۳۲ منسوبين، اته ملي او سيمه ييز پوليس، څلور كومانډو سرتېري، يو د ملي امنيت سرتېرى او اته ملكي وګړي ازاد كړل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


