ads

حامد كرزي د روسيې، امريكا او چين د درې اړخيزې غونډې هركلى وكړ

پخواني جمهور رئيس حامد كرزي په مسكو كې د روسيې، امريكا او چين پر درې اړخيزې غونډې او د افغانستان د سولې بهير په اړه يوه ګډ نظر ته د دوى پر رسېدو خوښي څرګنده كړې ده.

نویسنده: mayar
7 غویی 1398
حامد كرزي د روسيې، امريكا او چين د درې اړخيزې غونډې هركلى وكړ

پخواني جمهور رئيس حامد كرزي په مسكو كې د روسيې، امريكا او چين پر درې اړخيزې غونډې او د افغانستان د سولې بهير په اړه يوه ګډ نظر ته د دوى پر رسېدو خوښي څرګنده كړې ده.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د دې غونډې ګډونوالو، چې د پنجشنبې په ورځ ترسره شوه، د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره د افغانانو په رهبرۍ او مالكيت د سولې بهير د ملاتړ ترڅنګ له طالبانو وغوښتل، څومره ژر چې ممكن وي، په هغو خبرو كې دې برخه واخلي، چې د افغان حكومت استازي په كې ګډون ولري.
په همدې حال كې پخواني جمهور رئيس حامد كرزي هيله څرګنده كړې، چې د نړۍ د لويو قدرتونو د نظر يووالى د ګاونډيو هېوادونو په همكارۍ وتوانېږي په عملي اقداماتو په افغانستان كې د تلپاتې او سراسري سولې د ټينګښت په برخه كې ګټورې او مطلوبې پايلې له ځانه سره ولري.
د مسكو غونډې په افغانستان كې د سراسري اوربند پر رامنځته كېدو ټينګار كړى او د جګړې له ټولو ښكېلو خواوو يې غوښتي، چې د لومړنيو اقداماتو په توګه بايد پر هغو پلانونو هوكړې ته ورسېږي، چې په دغه هېواد كې تاوتريخوالى ژر را كم كړي.
دا د يادو هېوادونو د استازو دوهمه غونډه وه، لومړۍ يې په واشنګټن كې شوې وه او په پام كې ده درېيمه يې په بيجينګ كې جوړه شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA