ads

په لوګر كې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول

د ملي امنيت عمومي رياست وايي، ځانګړو ځواكونو يې په لوګر كې د عملياتو په مهال شپږ وسله وال طالبان وژلي دي.

نویسنده: mayar
6 غویی 1398
په لوګر كې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول

د ملي امنيت عمومي رياست وايي، ځانګړو ځواكونو يې په لوګر كې د عملياتو په مهال شپږ وسله وال طالبان وژلي دي.
دغه رياست نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا عمليات په خروار ولسوالۍ كې د طالبانو د چاودېدونكو توكو پر يوه لوى زېرمتون ترسره شوي، چې په ترڅ كې يې څه باندې ۱۶ ټنه چاودېدونكي توكي او نور مهمات هم ترلاسه شوي دي.
د سرچينې په وينا، طالبانو غوښتل له دې چاودېدونكو توكو په لويو ښارونو كې په موټر بم چاودنو او د پلونو په ويجاړولو كې ګټه پورته كړي، چې د ملي امنيت د ځانګړو ځواكونو لخوا په وخت كشف او ونيول شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA