په زابل كې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كې د وسله والو طالبانو له يوه زندانه ۵۳ بنديان خوشې شوي دي.
د ملي دفاع وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا عمليات د داى چوپان ولسوالۍ په مربوطاتو كې ترسره شوي، چې په ترڅ كې يې د ملي اردو ۳۲ منسوبين، اته ملي او سيمه ييز پوليس، څلور كومانډو سرتېري، يو د ملي امنيت سرتېرى او اته ملكي وګړي د طالبانو له ياد زندانه ازاد شوي دي.
د كورنيو چارو وزارت بيا په يوه خبرپاڼه كې اعلان كړى، چې د دغو عملياتو په مهال اته طالبان وژل شوي هم دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.


