ads

يماموتو له ملا برادر سره ليدلي

په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تداميچي يماموتو تېره ورځ له غرمې وروسته د قطر په پايتخت دوحه كې د طالبانو د رهبر له سياسي مرستيال او د هغوى د سياسي دفتر له رئيس ملا عبدالغني برادر سره كتلي دي.

نویسنده: mayar
6 غویی 1398
يماموتو له ملا برادر سره ليدلي

په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تداميچي يماموتو تېره ورځ له غرمې وروسته د قطر په پايتخت دوحه كې د طالبانو د رهبر له سياسي مرستيال او د هغوى د سياسي دفتر له رئيس ملا عبدالغني برادر سره كتلي دي.
طالبانو تېره شپه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويلي، دواړه لوري د مذاکراتو پر روان بهير، ملکي تلفاتو او د طالبانو تر كنټرول لاندې سيمو كې پر بشري مرستو وغږېدل.
بلخوا په افغانستان كې د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره يوناما وايي، استازي يې په تېرو څو كلونو كې له طالبانو سره په اړيكه كې وو.
دا په داسې حال كې ده، چې ټاكل شوې په نېږدې راتلونكې په دوحه كې د امريكا او طالبانو استازي د شپږم ځل لپاره سره وګوري، خو طالبان تر دې دمه له افغان حكومت سره مخامخ خبرو ته نه دي چمتو شوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA