په كابل كې د هند سفير وينې كومار وايي، جګړه د حل لاره نه ده او افغان ستونزه بايد د افغانستان د حكومت په رهبرۍ او مالكيت د مستقيمو مذاكراتو په وسيله حل شي.
ده دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د سولې عالي شورا د دارالانشاء له رئيس، د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د جمهور رئيس له ځانګړي استازي او د سولې مشورتي لويې جرګې د جوړولو كمېسيون له رئيس محمد عمر داودزي سره د ليدنې په مهال وكړې.
د سولې عالي شورا د خبرپاڼې له مخې، په دې ليدنه كې دواړه لوري په افغان سولې بهير كې د سيمې هېوادونو د همكاريو پر رول او پر سولې مشورتي لويې جرګې وغږېدل.
د سرچينې په وينا، داودزي د افغانستان د سولې په بهير كې د سيمې هېوادونو په ځانګړې توګه د هند پر اهميت ټينګار وكړ او د سولې مشورتي لويې جرګې لپاره يې د چمتووالي او د هغې د هدفونو په تړاو معلومات وړاندې كړل.
ټاكل شوې ياده جرګه د هېواد د يو شمېر سياسي څېرو پر تحريم سربېره د شاوخوا ۳۰۰۰ كسانو په ګډون د روانې غويي مياشتې په نهمه نېټه په كابل كې پيل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


