ads

نن د ملي شورا ۱۷مه تقنيني دوره پرانيستل كېږي

ټاكل شوې نن د ملي شورا ۱۷مه تقنيني دوره د جمهور رئيس محمد اشرف غني په حضور كې پرانيستل شي.

نویسنده: mayar
6 غویی 1398
نن د ملي شورا ۱۷مه تقنيني دوره پرانيستل كېږي

ټاكل شوې نن د ملي شورا ۱۷مه تقنيني دوره د جمهور رئيس محمد اشرف غني په حضور كې پرانيستل شي.
مخكې د ملي يووالي حكومت ټينګار كړى و، چې پارلمان به له نوو غړو سره پرانېزي، خو د ټاكنو خپلواك كمېسيون تراوسه د كابل په ګډون د شپږو ولايتونو د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې نه دي اعلان كړې.
د ولسي جرګې ټاكنې د تېر لمريز كال د تلې مياشتې په ۲۸مه او ۲۹مه نېټه د هېواد په ۳۲ ولايتونو او د لړم مياشتې په پنځمه نېټه په كندهار كې ترسره شوې، چې له پراخو درغليو او سرغړونو سره ملې وې.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون تر دا مهاله د ۲۷ ولايتونو د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې له خلكو سره شريكې كړې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA