د بښنې نړيوال سازمان اعلان كړى، چې د سوريې په رقه ښار كې د امريكا په مشرۍ د ايتلافي ځواكونو په هوايي بريدونو او جګړو كې له ۱۶۰۰ زيات ملكي وګړي وژل شوي دي.
دې سازمان پرون د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، دا هوايي بريدونه او جګړې د ۲۰۱۷م ميلادي كال له جون څخه تر اكټوبر مياشتې پورې شوي، چې له كبله يې زرګونو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په راپور كې راغلي، په ډېرى مواردو كې، چې د بښنې نړيوال سازمان ثابت كړي، ښايي نړيوال بشر دوستانه قوانين نقض شوي وي او په دې تړاو زياتو څېړنو ته اړتيا ده.
خو د امريكا په مشرۍ د ايتلافي ځواكونو وياند ياد راپور رد كړى او ادعا يې كړې، چې د داعش ډلې له شتونه د رقه ښار د پاكولو په بريدونو او جګړو كې ۳۱۸ ملكيانو خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


