ads

د درېيو ولايتونو او د كوچيانو حوزې د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې اعلان شوې

د ټاكنو خپلواك كمېسيون د ميدان وردګ،كندوز او بغلان ولايتونو او د كوچيانو حوزې د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې اعلان كړې.

نویسنده: mayar
6 غویی 1398
د درېيو ولايتونو او د كوچيانو حوزې د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې اعلان شوې

د ټاكنو خپلواك كمېسيون د ميدان وردګ،كندوز او بغلان ولايتونو او د كوچيانو حوزې د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې اعلان كړې.
د دغه كمېسيون د خبرپاڼې له مخې، چې نن يې خپره كړې، عبدالاحمد دراني، عبدالرحمن وردګ، محمد مهدي راسخ، حليمه عسکري او حميده اکبري له ميدان وردګ، عبدالروف ابراهيمي، کمال صافی، شاه خان شېرزاد، محمدالدين همدرد، محمدالله بتاش، محمد عمر خان، فضل کريم ايماق، نيلوفر جلالي کوفي او فاطمه عزيز له كندوز او اسدالله شهباز، محمد عظيم محسني، عتيق رامين، مامور احمدزی، محمد نسيم مدبر، عبدالرزاق هاشمي، شکريه عيسی خېل او نوريه حميدي له بغلان څخه ولسي جرګې ته بريالي شوي دي.
همدارنګه شاه وزير تره خېل، حبيب الرحمن افغان، ميرويس حسين خېل، ننگيالي لونگ، پروېز عرب زاده، حيدر جان نعيم زوی، رسول خان کوچي، حميدې احمدزۍ، مريم سليمان خېل او فرزانې کوچۍ د كوچيانو له حوزې ولسي جرګې ته لار موندلې ده.
د يادونې وړ ده، چې تر دا مهاله د ټاكنو خپلواك كمېسيون له لوري د كابل په ګډون د دوو نورو ولايتونو د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې نه دي اعلان شوې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA