ads

د ملي شورا ۱۷مه تقنيني دوره پرانيستل شوه

د ملي شورا ۱۷مه تقنيني دوره نن د جمهور رئيس محمد اشرف غني په حضور كې پرانيستل شوه او وكيلانو د لوړې مراسم پر ځاى كړل.

نویسنده: mayar
6 غویی 1398
د ملي شورا ۱۷مه تقنيني دوره پرانيستل شوه

د ملي شورا ۱۷مه تقنيني دوره نن د جمهور رئيس محمد اشرف غني په حضور كې پرانيستل شوه او وكيلانو د لوړې مراسم پر ځاى كړل.
جمهور رئيس غني په دې پرانيستغونډه كې وويل، د ملي شورا ۱۷مه تقنيني دوره بايد شپږ مياشتې وړاندې پرانيستل شوې واى، خو د ټاكنو د پخواني خپلواك كمېسيون د ځينو مسوولينو د بې كفايتۍ له كبله د ولسي جرګې ټاكنو پايلې وځنډېدې.
هغه هيله څرګنده كړه، چې د ټاكنو او ټاكنيزو شكايتونو خپلواك كمېسيونونه د جمهوري رياست ټاكنې په وخت رڼې ترسره او پايلې يې ژر له خلكو سره شريكې كړي.
جمهور رئيس غني زياته كړه، د كابل د ولسي جرګې ټاكنو د وروستيو پايلو د اعلان لپاره بايد يو ضرب الاجل وټاكل او عملي شي.
د هېواد د جمهور رئيس په خبره، د افغان ملت او امنيتي ځواکونو هيله دا ده، چې ملي شورا د امنيتي او دفاعي ځواکونو د يوه ملاتړي او انګېزه ورکوونکي بنسټ په توګه واوسي.
نوموړي له امنيتي چارواكو د وكيلانو د بې ځايه ګومارنو او سليقوي غوښتنو پر مخنيوي ټينګار وكړ.
بايد وويل شي، چې د ولسي جرګې ټاكنې د تېر لمريز كال د تلې مياشتې په ۲۸مه او ۲۹مه نېټه د هېواد په ۳۲ ولايتونو او د لړم مياشتې په پنځمه نېټه په كندهار كې ترسره شوې، چې له پراخو درغليو او سرغړونو سره ملې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA